اوباما بايد دډموکراسي نقا ب له مخه ليري کړي !
انجنير سيد عبدالقادر                   انجنير سيد عبدالقادر

                               ۳۰ ــ ۱ــ ۲۰۱۱

 

ــــ لوي کندهار داشغال په لمبو کي :

زما کندهاره بل ميرويس او احمد شاه مخ ته که          ږغ دهيبت دي پر وطن اوهريخواه مخ ته که

  امريکايي هوايي  ځواکونو دفرعوني تکبر په لرلو او دنړيوالو ټولو قبول سووقوانينو څخه په ښکاره سرلغړونه د ورځنيو  جنايتونو  تر څنګ ، بل تاريخي  لوي جنايت هم  تر سره کړي دی  ، هغه داچی :  دامريکايي وايرډ خپروني دتازه رپوټ له مخي دې ځواکونو د ( ۲۵ زره کيلو ګرامه ) بمبونو  په ‌ذريعه  دکندهار دارغنداب  دولسوالي دتره کو کلي په داسي حال کي  ټوله دمنځه وړي دي ، چی نيژدي دوي مياشتي مخکي بيا په  ژړي ولسوالي کي د  امریکایی خبري شبکه( سي . بی . ایس . نیوز ) د ګلوبل پوسټ ورځپاڼی د راپور په حواله دسلګونو خلګو کورونه اود حاصلاتو پر وخت  شنه باغونه بمبارد کړي ،  او بيايي په بلدوزرونو باندي دمځکي سره برابر کړي دي۰  چی  دجمهوري رياست دکميسون دبرسيو په نتيجه کي په ډاګه سول ، چی د دې درو ولسواليو  خلګو ته يي  دسلو ميلينو ډالرو تاوان وررسولي دي ۰او هم  په بل  تازه راپور کي  چی دارګ ماڼي خپور کړي دي ، دغزني ولايت دسردې دبند په سيمه کي ، دې يرغلي ځواکونو( څلور زره )  وني دمنځه وړي دي ۰ولي تر اوسه پوري دپورتنيو  سختو تراجيديو تر څنګ بيا په  کورنيو اونړيوالو  رسنيوکي نه ده په ډاګه سوي  ،  چی ددې  يرغلي  وحشتونو  په نتيجه کي  څونه بي ګناه انسانان  په شهادت رسيد لي دي ، داځکه چی ښکاره معلومه ده چی امريکا په سيمه کي د بشري جناياتو دپټولو له پاره پر کورنيو او نړيوالو ژور نالستانو باندي لاره بنده کړي ده ، چی دا خپله دامريکا او غربي نړي  دزور واکودقلابي ډموکراسي ښکاره بيلګه ده ۰ او  دداسي  وحشتناکه ضد انساني کړونو  دخبر ونو  په اوريدلو سره  ټولو هغو افغانانو ته  چی دخپل ولس او وطن سره مينه درلودله  ،  يو درد ونکي او بيساري تکان وو۰ ولي متاسفانه افغان ملي ګوندونه بيا هم ددې ټولو جناياتو په وړاندي چپتيا بهتره بللي ، چی دا خپله ددوي دمرامي اهدافو څخه يوه ښکاره سر لغړونه ده ۰ ولي  ډير غيري ګوندي  افغانانو بيا  په ځانګړي توګه دروشنفکره  قشرڅخه  خپل تر منځ په دې فکر کي سول ، چی زموږ په وطن کي به دا ير غلي جنايات تر کومه ادامه ولري ، او دا يرغمل سوي ولس به څه وخت داشغالي منګولو څخه خلاصيږي ، او يو شمير افغانانو ددې سختي لانجي دسياسي حل له پاره خپلي هڅي نوري هم چټکي کړي ۰بايد ووايو چی په کندهار دا دوحشت څخه ډک جنګي عمليات نيژدي دوي مياشتي مخکي دښاماري ګزار تر نامه لاندي په داسي وخت کي شروع سول چی په هغه وخت کي  

امریکایی خبری شبکې ( آی . پي . ایس ) په خپل تازه راپور کي د هغه سروې په حواله چي د يوې خصوصي امريکايي مؤسسې لخوا سوې ، ليکي چي په کندهار کي ۹۴٪ خلک د طالبانو سره جنګ نه بلکي خبري اتري غواړي

۰

ښاغلي اوباما :  ستاسو په اند دابشري او اقتصادي جنايات چی ديرغلي ځواکونو له خواه زموږ په پاک وطن کي تر سره کيږي ،   په کيمياوي ، فاسفوريسي  او يورانيمي سلاحو باندي موبي ګناه انسانان  ، حيوانات  ، نباتات او پاکه سالمه هوا دمنځه ځي ۰  چی  دځينو مسلکي کارپوهانو په حواله نيژدي دوي برخي زموږ دوطن په هم دې سلاحو ککړي سوي دي ،آيا تاسو ددې کيمياوي ، يورانيمي او ۰۰۰۰ سلاحو داستعمال دمخ نيوي په فکر کي يوه شيبه هم  سوي ياست ؟ چی ددې غير قانوني سلاحو استعمال په نړي کي مسلکي کارپوهانو يو نړيوال جنايت بللي دي ۰  چی منفي تاثيرات يي دنوو پيداسوو کوچنيانو باندي عملأ ليدل سوي دي ،آياتاسو ته دبوش داداري له خواه  څخه ستاسي د ځواکونو په ‌ذريعه  ددې جناياتو تر سره کولو په اړوند  کومه عيني او قانوني توجيه په مخ کي پرته ده   ؟ که وي نو  کومه توجيه  ؟ او که بيا هم  دبوش داداري  هغه افسانوي د ( تروريزم او مخدره مواد پر ضد دمبارزي  ) توجيه ده ۰  اودا هم هغسي غير عيني او بشري ضد جوړه کړي  توجيه ده ، لکه دعراق دکيمياوي سلاحو غير عيني توجيه چی دامريکايي يرغل په پايله کي په لکونو بي ګناه انسانان په شهادت رسيدلي او دعراق ډيرښارونه يي په کنډواله تبديل کړي  دي چی تر اوسه پوري دا تراجيدي لړي روانه ساتل سوي ده او يا پر ويټنام باندي د امريکا دوحشيانه تيري توجيه چی اصلا دويټنام  دپوځ له خواه څخه هيڅ ډول حمله پر امريکايي سمندري کښتي  باندي نه وه تر سره سوي ، ولي بيا هم دامريکا جمهور رئيس د  ۱۹۶۴ کال په اګست کي دحملي دپيليدو امر ورکړ۰ چی په پايله کي يي نه يوازي په ويټنام کي په لکونو بي ګناه انسانان وژل سوي ، او اقتصاد يي ګډوډ سوي بلکه  امريکاته يي هم  ډير 

بشري او اقتصادي تلفات ورپه برخه  کړل ۰ ځکه نو دبوش اداري هم پر افغانستان د  يرغل له پاره دملګرو ملتونو دامنيت دشوراڅخه  هيڅ ډول اجازه ترلاسه نکړه ، چی د هغه په نتيجه کي دې په افغانستان کي دطالبانو حاکميت راچپه او خپل لاس پوڅي رژيم دې دخپلو نا پاکو مخو له پاره   رامنځ ته کړي ۰دا ځکه چی  ملګري ملتونه هم دحقوقي پلوه داحق نلري ، چی ديوه مملکت حاکميت دې دبل حاکمیت په واسطه راچپه کړي ۰

ښاغلي اوباما : که زه ستاسو څخه يوه پوښتنه وکړم ، چی تاسو نيژدي يوکال مخکي ديوي امريکايي خپروني سره په يوه مصاحبه کي ويلي وه چی :( که زه په خپل کور کي دخپلي  کورني دغړو سره دشپي آرام په خوب کي  بيده يم  ، او ناببره  زموږپر کور کوم راکيټ وموښلي او زما ماشومان نا آرامه کړي نو زما چی هر څه په وس پوره وي هغه به تر سره کړم ۰) زما په اند دا ستاسو يو طبعي حق دي چی دځان او خپلي کورني دفاع وکړي ۰ ولي متاسفانه چی نيژدي دنهوو کلونو راهيسي په افغانستان کي ستاسو يرغلي ځواکونو افغاني  ( ماشومان ، ښځي ، زاړه او ځوانان ) دشپي په خواږه خوب کي ډير شمير په شهادت رسولي او ډير شمير يي بيا زخميان کړي ، او دژوند هر څه يي ور برباد کړي ، ولي په نامه دا نړيواله ټولنه بيا ودوي ته دځان او دکورني  ددفاع حق نه ورکوي ، او پر دوي باندي بيا دترهګرو نومونه ايږدي ۰ آيا  دا نو ستاسو اود نړيوال ائتلاف بشري قضاوت دي ، چی دافغانانو په وړاندي تر سره کوي ؟

اوباما : زموږ په وطن کي ستاسو ديرغلي ځواکونو داوو کلونو دبشري جناياتو دوحشت او ټولونړيوالو قبول سوو قوانينو څخه دښکاره سرلغړونو تصويري انځور  ستا سو د

   تبليغاتي  کمپاين پر مهال دبرلين په لوي ميدان کښي د يو شمير افغاني ماشومانو،  ښځو او ځوانانوپه لاس  پر لويو  پست کارتونو باندي ستاسو دبيانيي  دآوريدونکو په منځ کي وتاسوته ښکاره کړ ، او ددې وڅنګ ته يي ستاسو څخه غوښتنه داهم  وه ، چی تاسوبايد نور دبوش پر لاره ولاړ نه سي ، اوزموږ په وطن کي   دې بشري او اقتصادي جناياتو ته نور دپاي ټکي کښيږدي ،او افغان ولس آزاد پريږدي ۰ او وروسته بيا تاسو وعربي نړي ته په يوه سفر کي  دمصر دالا ظهرپه پوهنتون کی چی په ځانګړي توګه و اسلامۍ نړي ته يو خطاب وو، لويه بيانيه  ورکړه ، چی  په رشتيا سره ستاسو په وينا کي داسي څه شتون درلودلي چی اسلامي هيوادونو په ځانګړي توګه  دامريکا تر اشغال لاندي هيوادونو ولسونه ديو لږ وخت له پاره ډير په  خوښ سول  ۰ دا ځکه تاسو دوينا په يوه برخه کي ويلي وه ، چی هيڅ يو حاکميت  حق نه لري ،  چی پر بل ملت باندي حاکميت تحميل کړي ،   او هم داسي نوري ښکلي سياسي خبري۰او دا ولسونه  ټول په دې فکر کي وه چی تاسوخو حقوق پوه ياست ،  حتمي مو دحقوقو په لوستلو کي بشري حقوق لوستي دي ،  او تر ډيرو جمهور رئيسانو به تاسوډيردبشر په حقوقو باندي پوهيږي ، چی دنړي دهر ګوټ بشر دمساوي حقوقو لرونکي دي ۰  ولي وروسته معلومه سوله چی  ستاسو هغه خوږي خبري پرهغه سټيژ باد يووړي ۰اوداسلامۍ هيوادونو دولسونو حتا دغربي نړي دولسونو هيلي مو دناهيلي سره مخامخ کړي ۰  او دامريکا تر اشغال لاندي هيوادونو کښي بيا هم  دولسونو په وړاندي د  بشري  جناياتولړي  حتا  دبوش تر دورو هم په لوړه کچه ادامه پيدا کړه  ،  اودا  جمعي بشري جنايات چی ستاسو دولس مشري په دووکلونو کي دائتلاف يرغلي ځواکونو په افغانستان کښي تر سره کړي دي ، دبوش داتو کالو په دوره کښي په دې لويه کچه نه دي تر سره سوي ۰ دا ځکه چی ستاسو په دې دوره کښي امريکايي ځواکونو  په لوي کندهار کښي ډيري سيمي په کيمياوي او يورانيمي  بمبونو وراني کړي ، انسانان او حيوانات تر لاندي سوي ، اود ځينو  لويو سيمو دخلګو کورونه اود حاصلاتو پر وخت ولاړ باغونه او ويا لي يي حتا  په بلدوزرونو باندي  خرابي  کړي دي ،  اوددې کړاونو  څخه پاته ژوندي  خلګ ( ښځي ، ماشومان ، زاړه او ځوانان ) يي تر آسمان لاندي پر وچه مځکه باندي هک پک پري ايښي دي ۰

ښاغلي اوباما : داسي معلوميږي چی امريکا نورو هغو مخو ته چی افغانستان يي دوسيلي په حيث ورته اشغال کړي دي ، رسيدلاي نه سي ۰ دا خکه هغه طلايي خوبونه چی بوش او دده دتيلو هم ګټو واکمنانو ليد لي وه ،  چی ډير ژر به د کسپين دبحيري د تيلو او ګاز ودتوزيع واک به په خپل اختيارکي راولي او دسيمي څخه به دروسيي او چين دپرمختګ مخه نيسي ۰ ځکه  نوددې کار له پاره يي  لومړي   دمرکزي اسياه په ځينوهيوادونو او اوکراين کښي يوپه بل پسي بخملي او نارنجي  په اصطلاح انقلابونه راوستل ، او نا پاک ترين انسانان يي وقدرت ته ورسول ۰ چی وروسته يي بيا دتروريزم او مخدره موادو پر ضد دمبارزي په پلمه دمرکزي آسياه په  ځينو هيوادونو کښي نظامۍ پايګاوي هم  جوړي  کړي ۰ ولي داپروسه  ډير ژر  دخلګو او په ځانګړي توګه دروسيي دغير مستقيم غبرګونونو سره مخا مخ سول ۰چی په پايله کي يي په ازبکستان کي دامريکا نظامۍ اډه د ازبکستان د( ايندي ژان ) په ښار کي دګډوډيو اوپه ازبکستان کي دراتلونکي   سياسي  بحران دمخ نيوي له پاره دازبکستا ن پارلمان پريکړه وکړه ، چی دا مريکا نظامۍ اډه دې ددرو مياشتو په موده کي دې  وتړل سي ۰ چی په غبرګون  کي بيا بوش ددوي دا پريکړه يو  احمقانه عمل  وبلي  ۰ او  په قرقيزستان  کي بيا  دامريکااو روسيې  نظامي اډي دځينو کارپوهانو په نظر دواشنګټن   او مسکو دتشويش وړ ګرځيدلي دي  ۰ او ددې وڅنګ ته داوسني دولت اکثريت چارواکي هم  سخت  روسي پلوه دي ۰  بل لوي هيواد چی امريکا او هم روسيي ته دلوي اهميت وړ وو ، هغه داوکراين هيواد دي چی نيژدي ۵۵ ميليونه  نفوس لري ، او ددې جملي څخه بيا ۴۰ فيصده روسان دي ۰ چی په اوس مهال کي عملآ امريکا دلاسه ورکړي ،  او دروسانو وغيږ ته لويدلي دي  ۰ځکه  نو ويلايسو چی دبوش داداري ټولي هڅي نه يوازي دامريکا وران اقتصاد دناکامۍ سره مخ کړي دي ،  بلکه د شا نکاي د تړون واکمنو غړو هم  دامريکا دا ټولي هڅي په ډير  دقت تر څارني  لاندي نيولي ،  او يو په بل پسي يي په غير مستقيم ډول دناکامۍ سره مخامخ کړي او کوي يي  ۰ دبله طرفه دا لوبه په داسي وخت کي مخ ته بيول کيږي چی دنړي ځيني مسلکي کار پوهان دنړيوال بي ساري  مالي او اقتصادي بحران په نظر کي نيولو سره دامريکا دامپراتوري دزوال په هکله داسي وړاند وييني کوي ۰ لکه

الفردويليام مک کوي چې د امريکې د (وسکن سين) په پوهنتون کې د تاريخ پروفيسر دی، په خپله نوې مقاله کې ليکي ، چې د امريکې د امپراتورۍ نسکورېدل رانږدې شوي. د ده په وينا د يوه زبر ځواک په توګه د امريکې نسکورېدل تر هغې ډېر نږدې دي ، چې تاسو يې فکر کوئ. د ده د اټکل له مخې امريکا به د يوه زبر ځواک په توګه تر 2025 کال پورې نسکوره شي ۰

 بايد ووايو چی په اوس  مهال کي دمنطقي سياسي حالت  دا په ګوته کوي چی امريکا ددې جنګ نا کامي احساس کړي ، او  غواړي چی دا دناکامي دروند پيټي  په يوه سياسي چل سره  دروسيي پر  اوږو باندي هم کښيږدي ۰ او داسي معلوميږي چی په اوسني وخت کي  داچل دامريکا د ستراتيژي يو عمده اړخ جوړوي ، هغه داچی امريکا غواړي  دکرزي  اداره بايد په ډير سرعت سره  روسيي ته ځان ديونوي ستراتیژيک  دوست په ډول  څرګند اوددې وڅنګ ته ډير ژر  اقتصادي او نظامي مناسبات ورسره ټينګ کړي  چی   په پايله کي به  دروسيي اعتماد راجلب  کړي ۰ چی وروسيي ته  دکرزي وروستني سفر  دا هرڅه په ډاګه  کړل ۰( ګرچي دکرزي ددې سفر په هکله په کابل کي دامريکا دسفير څرګندوني داسي وي چی : کرزي دا سفر په افغانستان کي دنړيوالو دمشوري پرته تر سره کړي دي ۰ ولي  واقعيت خو داد ي چی  په ځينو وختونو کي اشغالګر قدرتونه دولسونو داعتماد دجلبولو له پاره زرګري «مصاحبي او لفظي جنګونه » دخپلو لاس پوڅو سره هم کوي )۰ اوس نو بايد ووايو چی  دداسي نوو دوستانه اړيکو څخه وروسته  بيا امريکا دکرزي داداري له خواه څخه په اساني کولايسي ،  چی روسيه ودې ته  وهڅوي  چی په منطقه کي دامنيت دراوستلو له پاره دناټو تر څنګ خپلي نظامۍ قواوي ودې هيواد  ته راوليږي ۰ چی په پايله کي به دروسيي پښه هم  په دې لومه کي دامريکاسره يو ځاي بنده او دمنطقي سياسي او نظامۍ حالات به د کړکيچن حالتونو نوي بڼه واخلي ،  او  دشانکاي دتړون ګټي به هم دسختو ګواښونو سره مخامخ او جوړکړي پلانونه به يي وشاته وغورځوي ۰   په داسي حال کي چی روسانو دا لومه دپخواه څخه هم تصور کړي ده ،ځکه نو  دروسيي صدراعظم ( پوتين ) دديسمبر پر( ۳  ــ ۲۰۱۰ ) د(سي ان ان ) دامريکايي ټلويزيوني شبکي سره په يوه لنډه مصاحبه کي داسي  ويلي  دي ۰ (روسيه نمي تواند در

افغانستان حضور نظامي داشته باشد ۰ وي خاطر نشان کرد : روسيه از راه هاي  مختلف از اقدامات نيروهاي ائتلاف بين المللي در افغانستان وحکومت اين کشور حمايت وپشتيباني مي کند ۰)

دبله طرفه بيا داسي ښکاري چی روسيه کوښښ کوي په دې لومه کي امريکا دناټو سره يوځاي نوره هم بنده وساتي  ، ځکه نو روسيي و امريکا او دناټو يو شمير غړو ته دخپلي خاوري نه وافغانستان ته ددوي د  نظامۍ اونور و لوجيستيکي اکمالاتو دپوره کيدو لاره  هواره کړي ده ۰

په وروستي برخه کي بايد ووايو چی دا سياسي لوبه چی نيژدي ددرو لسيزوپه ځانګړي توګه دساړه جنګ څخه وروسته  دلويوقدرتونو له خواه  دخپلو ګټو له پاره زموږ دمظلوم ولس په وطن کي  مخ ته بيول کيږي ، لوبه که هر لوري وړي ولي د جنګ دميدان دبشري او اقتصادي تلفاتو لو ي پيټي بيا هم زموږ دولس پر اوږو اچول کيږي ۰ چی دا يو ښکاره حقيقت دي ځکه نو ټول افغان سياسي ملي ګوندونو او په مجموع کي دټولو روشنفکرانو ايماني او وجداني وظيفه ده ، چی خپل تر منځ د يو ژر تفاهم په پايله کي  ددې  اشغال ته دپاي دټکي ايښوولو له پاره ونړيوالوته دسيا سي حل د يو دقيق ميکانيزم  وړانديز وړاندي کړي ۰ 

اخځ : لراو بر ويب پاڼه                                                      تمت باالخير


January 30th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات